الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې–بګراميو نښلوونکی سړک قیر کولو ته د چمتو کېدو په حال کې دی

د دولسمې ناحیې اړوند، د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګراميو تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي اوځیني برخې یې قیر کولو ته د چمتو کېدو په حال کې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتيو، پلیولارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دغه سړک په جوړېدو سره به د احمدشاه بابا مېنې او بګراميو ترمنځ ښاریانو ته د آسانه او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي. همدارنګه تمه ده چې، یاد سړک به د ملالۍ (بت‌خاک) څلورلارې د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت کې هم اغېز ولري.
د پروژې د پلی کېدو له بهیر څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي، څو د پروژې ټول پړاوونه د تخنیکي معیارونو او ټاکل شوي مهالوېش مطابق پر مخ یووړل شي.