
د کابل ښاروالۍ له خوا له پکتیاکوټ سیمې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل- جلال آباد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده دغه پروژه تر راتلونکو یولس میاشتو ان شاءالله بشپړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سړک دغه برخه چې، ۱۰۲۹۳ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی او په معیاري توګه به جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریان وکولای شي ګڼو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي او بله خوا به د اقتصادي فعالیتونو ودې ته هم زمینه برابره شي.
له پکتیاکوټ څخه تر تنګي غارو پورې د کابل- جلال آباد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


