
کابل ښاروالۍ د مناسبو استوګنځاینو د برابرولو، له ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او په د معیاري توګه د ښار د پراختیا په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د تنظیف ریاست ته څېرمه سیمه کې د دوو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
په دې پروژه کې چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرحې او تطبیق ریاست د ډیزاین مطابق، د ۱۶۰۰ متر مربع مساحت په درلودلو سره جوړېږي، د تهکوۍ په ګډون د دوو لس پوړیزو استوګنیزو بلاکونو جوړول شامل دي.
په دغو دوو بلاکونو په ټولیزه توګه ۸۰ آپارتمانونه په پام کې نیول شوي چې، په هر پوړ کې به یې څلور، څلورخونې لرونکي آپارتمانونه له اړینو امکاناتو او آسانتیاوو سره جوړشي.
ټاکل شوې چې دغه پروژه به د شاوخوا یو کال په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوسېدونکو لپاره د منظم او مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، په دې پروژه کې د لفت، ښاري او لمریزې برېښنا، د اور وژنې سیستم، زرغونو سیمو، پلیولارو، د موټرو تمځای او نورو اړینو ښاري خدمتونو لپاره هم آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې کوي څو یې کیفیت تأمین او پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.
کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، د عصري او نویو میتودونو په کارولو سره د ښار په نورو ناحیو کې هم ورته پروژې طرحه او پلې کړي، څو له یوې خوا له ځمکې اغېزمنه ګټه پورته شی او له بلې خوا به د مناسبو استوګنځایونو د جوړولو او د غیرپلاني سیمو د منظمې او معیاري پراختیا زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، په راتلونکې کې به په یاده سیمه کې په ټولیزه توګه ۳۶ استوګنیز بلاکونه جوړ شي چې، د تخنیکي سندونو له بشپړېدو او د پلان له منظورۍ وروسته به یې د جوړولو چارې پیل شي.
په څلورمه ناحیه کې د دوو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې روانې دي


