
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له سرای شمالي څلورلارې څخه د خیر خانې کوتل تر پورتنۍ برخې پورې سړک د درېیمې برخې درېیمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې روانې دي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر محمد ناصر صمدي په دې اړه وویل چې، د قیر اچونې بهیر د فني او تخنیکي معیارونو په رعایتولو سره ترسره او هڅه کېږي چې، پاتې چارې یې هر څه ژر بشپړې او سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د خیرخانې کوتل د سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا پروژه چې ۳ زره او ۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري، تر اوسه یې د ۲ زره او ۴۳۰ مترو په اوږدوالي برخې لومړۍ او دویمه طبقه چارې ترسره شوې دي او اوس یې د وروستۍ طبقې قیر چارې روانې دي.
د پروژې د مدیر د معلوماتو له مخې، د دغه سړک شاوخوا یو زره او ۲۱۷ متره برخه پاتې ده، چې د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته به یې قیر چارې ترسره شي.
د خیرخانې کوتل سړک د کابل ښار له هغو سړکونو څخه دی، چې هره ورځ زرګونه لېږد وسایط او مسافر پرې تګ راتګ کوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یاد سړک د تګ راتګ ظرفیت لوړ، ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او هېوادوالو ته به د خوندي، چټک او آسانه تګ راتګ زمینه برابره شي.
د خیرخانې کوتل سړک د دریېمې برخې درېیمه(وروستۍ) طبقه قیرچارې روانې دي


