الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ـ جلال‌آباد او کابل ـ بګرام نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او په دوام یې د کابل ـ بګرام ترسړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولوچارې روانې دي.
دغه سړک چې، ۳،۵۵۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سورلري، د یوې مهمې نښلوونکې لارې په توګه به د ښار ختیځې او شمال ختیځې برخې له شته ترانسپورتي شبکې سره ونښلوي.
دغه راز په دې پروژه کې د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي د یوه کانال، د ۱۴۸ او ۴۸ مترو په اوږدوالي د دوو پلچکونو، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا صنعتي پارکونو ته د غوره لاسرسي زمینه برابره او بله خوا به په یادو سیمو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت تر څنګ، د وسایطو د تګ راتګ بهیر په غوره توګه تنظیم شي.