
د کابل ښاروالۍ له خوا د لسمې ناحیې اړوند د شهر نو سیمې په ختیځه برخه کې د پنځو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي، چې په جوړېدو سره به یې نښلوونکو لارو ته د دې سیمې د اوسېدونکو لاسرسی آسانه شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۱۳۵۰ متره اوږدوالی او له ۶ څخه تر ۸ مترو پورې سور لري، د لښتیو او پلیولارو جوړول هم شامل دي.
د پروژې د کیفیت د تأمین او د تخنیکي معیارونو له مخې د چارو دترسره کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه څارنه کوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په سیمه کې د وسایطو او پليتګ کوونکو لپاره د اسانه او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه سړکونه به د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې، انشاءالله، جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په شهر نو سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي


