
د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې له ده عربانو سیمې څخه د کمپنۍ تر څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې د۲۷۱۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۰، ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره طرحه شوی دی، د نږدې ۹ میاشتو څخه په موده کې به په اساسي او معیاري ډول جوړ شي.
په دې پروژه کې د ۱۱۹۵ مترو په اوږدوالي یوه کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیولارو او استنادي دیوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دغه نوي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د ښارد دې برخې او د نورو بېلابېلو سیمو ترمنځ تګ راتګ آسانه او بله خوا به د پغمان د پخواني سړک او خواجه مسافر سړک د ترافیکي ګڼېګوڼې کچه راټیټه شي.
له ده عربانو څخه د کمپنۍ تر څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


