
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ګاډرونو د نصب او د سیخ بندۍ ترڅنګ، د بره کي څلورلارې د هوايي پله د ډکسلب (فرش) کانکرېټ چارې پیل شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وايي وویل چې، د بره کي څلورلارې هوايي پُل له دهنباغ څلورلارې څخه د پروان دو څلورلارې پر لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو په سور او ۸ مترو په لوړوالي ډیزاین شوی دی چې، تر اوسه یې۱۵۰ ګاډرونه نصب شوي اود پاتې ۵۹ نورو به یې د نصبولو چارې هم ډېر ژربشپړې شي.
د نوموړي په وینا، په هغو برخو کې چې ګاډرونه پکې نصب شوي د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره کانکرېټ چارې روانې دي اوهڅه کېږي چې، د دې هوايي پله او تللارې د جوړولو اساسي چارې د روان کال په بهیر کې ان شاءالله بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه، د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې پر لور تللاره د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو په سور او ۵.۵ مترو په ژوروالي جوړېږي او ټاکل شوې چې قیرچارې یې په راتلونکو ورځو کې پیل شي.
د بره کي څلورلارې پروژه د ترافیکي بهیر د لا ښه تنظیم په موخه، د فني او تخنیکي معیارونو مطابق ډیزاین شوې ده. د دې پروژې هوايي پل دوه د تګ او دوه د راتګ لیکې لري چې د همسطحه تقاطع په له منځه وړلو سره به د وسایطو لپاره د منظم او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار د مرکزي سیمو، شمال او لویدیځ زونونو ترمنځ تګ راتګ لا آسانه او ترافیکي ګڼه ګوڼه به د پام وړ کمښت ومومي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا او د ښاري ښکلا رامنځته کېدو په برخه کې هم اغیزناکه رول لري.
د بره کي څلورلارې د هوايي پله د ډکسلب کانکرېټ چارې پیل شوې


