الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړي فاز د ۸۷۴ متره برخې قیر چارې ترسره شوې

د کابل–لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې برخو قیرچارې د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي او تازه د ۸۷۴ مترو په اوږدوالي د فرعي لیکو قیر چارې ترسره شوې.
د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره طرحه شوې ده، د دوو اصلي او دوو فرعي لیکو د څه باندې ۵ کیلو متره برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې تې څه موده مخکې ترسره شوې دي.
ورته مهال د یاد سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د کانالونو، پُل ګوټو، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي او ټاکل شوې ده چې، د جوړولو چارې به یې ان شاءالله د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.
د کابل- لوګر سړک جوړول د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زېربنايي پروژه ده چې، په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ رالتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.