الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۶۳م ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې د ۶۳م ګذر اړوند د عبدالله انصاري ښارګوټي په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
د یاد سړک د جوړولو چارې تر اوسه ۶۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې چې، د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې بشپړې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی به یوه مناسب او معیاري سړک ته لاسرسی ومومي. د مسئولینو په وینا، په دې سیمه کې چې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې ده، د پروژې پلي کېدل د تګ راتګ او چاپېریالي وضعیت د ښه کېدو ترڅنګ، د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو لپاره کاري فرصتونه هم رامنځته شوې دي.
دغه سړک چې، ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، د لښتیو جوړول هم په کې شامل دي.