الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پجک پله څخه تر خواجه لکن بازار پورې سړک کانکرېټ چارې وروستيو پړاونو ته رسېدلي دي


کابل ښاروالۍ لهخوا د څوارلسمې ناحیې اړوند له پجک پله څخه د خواجه لکڼ تر بازار پورې د سړک کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
دغه سړک چې ۳ زره ۱۲۸ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، د لښتیو او څلورو پُل ګوټو په ګډون دیزاین شوی دی. د دې سړک هر پُل ګوټی ۸ متره اوږدوالی او ۸۰ سانتي متره سور لري چې، په معیاري توګه به جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمې ټولنیزې او ترانسپورتي ستونزې به هوارې شي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي د داسې زېربنايي پروژو په پلي کولو سره ښاریانو ته معیاري ښاري خدمتونه وړاندې او د سړکونو شبکې په وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته کړي.