
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څلورمې ناحیې اړوند په تایمني پروژه کې د حضرت یوسف (ع) جامع جومات د جوړولو چارې روانې دي او تر اوسه ۶۶ سلنه پرمخ تللې دي.
دغه جومات چې په ۸۰۰ متر مربع ځمکه کې د دوو پوړونو او یوې تلخونې په لرلو سره طرحه شوی دی، په یو وخت کې د ۱۸۰۰ لمونځکوونکو ظرفیت لري.
په دې جومات کې د اوداسه ځای، تشنابونه، زرغونه سیمه، د فاضله اوبو څاه او نورې اړینې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
له دې وړاندې د سیمې اوسېدونکو د لمانځه او عبادت لپاره مناسب ځای نه درلود چې، له سروې او ډیزاین وروسته یې د جوړولو په اړه اقدام وشو.
د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، کابل ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د شپږو جامع جوماتونو د جوړولو مسئولیت لري چې د یادو جوماتونو د جوړولو چارې په عملي توګه روانې دي.
د حضرت یوسف (ع) جامع جومات د جوړولو چارې ۶۶ سلنه پرمختګ لري
2 میزان 1405


