
د جوی شیر-پُل آرتل سړک چې، د ښار په مرکزي برخه کې یو له مهمو سړکونو شمېرل کېږي، دویمه طبقه قیر چارې یې بشپړې اود ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. د دې سړک د قیر چارو له بشپړېدو سره جوخت ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دی.
د دې سړک دویمه طبقه قیر چارې د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شوې چې، دا کار د ښاریانو له دروند هرکلي سره مخ شوی دی.
دغه پروژه چې ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د کانالونو، لښتیو، استنادي دېوالونو، ګلدانونو، پلیو لارو، څراغونو اوپه سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یادې پروژې د نورو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده ان شاءالله هرڅه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د جوی شیر- پُل آرتل سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو


