
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد «سجستاني» د کابل ښاروالۍ د یو شمېر زیربنایي پروژو او تولیدي فعالیتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د چارو پر کیفیت، چټکتیا او د تخنیکي معیارونو پر رعایتولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي د دهدانا–چهلستون سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د حسنخان پله د جوړولو له چارو، د کابل–لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې برخو له قیر چارو او همدا راز د سنګنوشتې په سیمه کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست اړوند د تیږو د تولید له فابریکې څخه لیدنه وکړه او د چارو پرمختګ یې له نږدې و ارزاوه.
د ښاري خدمتونو مرستیال له یادو پروژو څخه د لیدنې پر مهال د پروژو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې، چارې دې چټکې او له باکیفیته ودانیزو توکو څخه دې کار واخیستل شي او دغه راز دې د پروژو په ټولو برخو کې تخنیکي معیارونه په پام کې ونیول شي.
نوموړي د پروژو لپاره د اړینو وسایلو او امکاناتو پر برابرولو او د شته خنډونو پر لرې کولو هم ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې، پروژو دې په غوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي.
ښاغلي سجستاني وویل: پروژې دې باید تر دقیقې تخنیکي او فني څارنې لاندې ترسره شي او د کار کیفیت ته دې په ټولو برخو کې جدي پاملرنه وشي. نوموړي ټینګار وکړ چې، ودانیز توکي باید له کارولو وړاندې په لابراتوار کې وازمویل شي.
د ښاري خدمتونو مرستیال د ډبرو د تولید فابریکې د تولیدي ظرفیت ارزونه هم وکړه او د تولید د ظرفیت د لوړولو، د محصولاتو د کیفیت د ښه والي او د کاري بهیر د پرمختګ په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه تل ټینګار کوي چې، د سړک جوړونې او نورو ټولګټو پروژو په پلي کولو کې د کیفیت، چټکتیا او تخنیکي اصولو رعایتول له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او له پروژو څخه په دوامداره توګه څارنه کېږي.
د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ هڅه کوي د زیربنایي پروژو د پلي کولو بهیر چټک کړي، څو د روان کال په ترڅ کې یو شمېر ټولګټې او زېربنايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د زیربنایي پروژو په کیفیت او چټکتیا د کابل ښاروالۍ د مشرتابه ټینګار


