الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د فرعي سړک او دوو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې د ۱۲م ګذر اړوند په جعفرآباد سیمه کې د یوه فرعي سړک او دوو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه پروژه چې، په ټولیزه توګه ۹۹۰ متره اوږدوالی، ۴ او ۵ متره سور سره د لښتیو په ګډون ډیزاین شوې ده ، تر اوسه ۳۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده ان شاءالله تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړه شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکي ګڼو ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي او بله خوا به د دوی په وړاندې شته موسمي ستونزې هم هوارې شي.