د ۲۲مې ناحیې اړوند د کمري سړک په دویمه برخه کې بېکیفیته ترسره شوی کار په ګوته او جوړې شوې برخې یې بېرته ویجاړې شوې.
د سړک دغه برخه چې څه موده وړاندې د ۱۳۳۱ مترو په اوږدوالي او ۶.۵ مترو په سور سره جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، د لازم کیفیت د نشتون او د تخنیکي ستونزو له امله ویجاړه شوه او زیانمنې برخې یې بیاځلي اصلاح او د تخنیکي او مسلکي معیارونو مطابق جوړېږي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه او څاریز ټیمونه ټینګار کوي چې، په ټولګټو او د سړک جوړونې په پروژو کې د بېکیفیته چارو ترسره کول د منلو وړ نه دي. که چېرې غیرمعیاري کارونه ولیدل شي، نو هغه برخې به ویجاړې او د تخنیکي او مسلکي معیارونو په رعایتولو سره به بیا ورغول شي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، په لوړ کیفیت سره د زیربنایي او پراختیايي پروژو د پلي کولو له لارې د ښاریانو د لا زیاتې هوساینې او د ښار د متوازنې پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
د کمري سړک په دویمه برخه کې د بېکیفیته کار مخه ونیول شوه
4 میزان 1405


