الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پډولې– فیصل ښارګوټي د سړک جوړولو پروژه ۳۵ سلنه کاري پرمختګ لري


د اوومې ناحیې اړوند د پډولې– فیصل ښارګوټي د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې، ۳۵ سلنه پرمختګ لري او ټاکل شوې چې، دغه پروژه په راتلونکو څلورو میاشتو کې ان شاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا سړک چې، ۱۸۳۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پُل ګوټو، پلیو لارو، ګلدانونو، استنادي دېوالونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون طرحه شوی دی.
اړوند مسؤلین وایي چې، د پروژې دپلي کېدو بهیر د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې ترسره کېږي، څو د سړک جوړولو ټولې چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د پډولې سیمه به له فیصل ښارګوټي سره ونښلول شي.