د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک دپلیولارو د جوړولو چارې روانې دي.
دعلااءالدین څلورلارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو اساسي چارې، چې ۱۷۶۷ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د بشپړېدو په حال کې دي.
کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه سړک قیر چارې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره څه موده وړاندې ترسره شوې دي او په پام کې ده چې، د څراغونو نصبولو او په سړک د کرښو اچولو چارې یې هم ډېر ژر بشپړې شي.
دغه راز د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۱۸،۴ متره سور سره د موټرو د تګ راتګ لپاره یو اساسي پل هم جوړ شوی دی. دغه پل به له یوې خوا د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره ونښلوي اوبله خوا به ورڅېرمه سیمو ته د لاسرسي زمینه هم برابره شي.
د علاءالدین درې لارې ـ تخنیکم نښلوونکي سړک د پلیولارو د جوړولو چارې روانې دي


