
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا د وزرش کلتور د دودولو په موخه، د ۹ لوبډلو په ګډون د تکواندو د خزاني جام سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د کابل ښاروالۍ.د پروان او ننګرهار ولایتونو او د کابل ښار د یو شمېر ورزشي کلپونو لوبډلو ګډون کړی وو.
د سیالیو په پای کې د کابل ښاروالۍ د تکواندو لوبډلې لومړۍ، هاشمي لوبډلې دویم او د رفاه لوبډلې درېیم مقام خپل کړ چې، د لومړي مقام لوبډلې ته د سرو زرو، دویمې ته د سپینو زرو او درېیمې ته د برنز مډالونه ورکړل شول.
د دې سیالیو له ترسره کولو څخه موخه، سالمو فعالیتونو ته د نویو ځوانانو او ځوانانو هڅونه، د ورزشي استعدادونو پېژندل او د لوبو د کلتور دودول بلل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست پر لوبو او ورزش ټینګار کوي او وایي چې، دا کار د ځوانانو په جسمي سلامتیا کې اغیزمن ترول لري او د استعدادونو ودې ته زمینه برابروي.
ګډون کوونکو لوبغاړو د دا ډول سیالیو له ترسره کولو څخه خوښي وښوده او د کابل ښاروالۍ له ملاتړ څخه یې مننه وکړه. دغه راز دوی د ورته نورو سیالیو د ترسره کېدو غوښتونکي شول.
د کابل ښاروالۍ د تکواندو لوبډلې په خزاني سیالیو کې لومړۍ مقام خپل کړ
5 میزان 1405


