
د شلمې ناحیې اړوند له چهل دختران سیمې څخه د کابل- لوګر تر لویې لارې پورې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې قیر چارې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره په منظمه توګه روانې دي.
د ګلباغ سړک دغه برخه چې، ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د لښتیو، پُلګوټو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو اولېږد وسایطو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او په یاده سیمه کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
ټاکل شوې ده چې، د یادې پروژې پاتې چارې به هرڅه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړولوچارې په معیاري توګه روانې دي


