
د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د مکروریان- پکتیا کوټ سړک د یو کیلو متر نورې برخې قیر چارې ترسره شوې.
دغه سړک چې د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، دواړوو خواوو ته د ۲۲ مترو په سور سره پراختیا مومي او پخوانی سړک به هم د نا منظموالي له امله تر بیا رغولو وروسته قیر شي.
تر اوسه پورې په ټولیزه توګه د یاد سړک ۶ کیلو متره برخه په دوو لیکو کې قیر شوې ده او د پاتې برخود جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او نور ښاري تاسیسات هم شامل دي چې، په معیاري توګه به جوړ شي.
یاد سړک چې، د کابل ښار یوه مهمه سوداګریزه لاره ګڼل کېږي، په جوړېدو سره به یې د یاد سړک ترافیکي ظرفیت لوړ او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې د کابل- جلال آباد سړک لومړۍ برخه په روان کال کې انشاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې یې ته وسپاري.
د مکروریان- پکتیا کوټ سړک یو کیلو متر نوره برخه قیر شوه


