الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پشه يي درې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د پشه یي درې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو یې بنسټیزې برخې جوړې او کانکرېټ کولو ته چمتو شي.
دغه سړک چې، ۵ زره ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، د لښتیو او استنادي دېوالونو په ګډون ډيزاین شوی دی.
پشه يي دره د کابل ښار لېرې پرته سیمه ده چې، اوسېدونکي یې له ډېرو کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو او د معیاري زېربناوو له نشتون سره مخ دي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې اوسېدونکي غوره ښاري خدمتونو ته لاس رسی ومومي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به د روان کال په بهیر کې ان‌شاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.