
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره د بره کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک قیر چارې پیل شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام په دې اړه وویل: د دې پروژې لومړۍ برخه د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې پر لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالي سره تر ځمکې لاندې سړک جوړول دي چې، د قیر چارو تر بشپړېدو وروسته به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
نوموړي زیاته کړه، د دې پروژې دویمه برخه له دهنباغ څلورلارې څخه د پروان دو څلورلارې پر لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او ۸ مترو په لوړوالي د یوه هوايي پله جوړول دي چې، اوس مهال یې د ګاډرونو د نصبولو چارې په وروستي پړاو کې دي او ټاکل شوې چې، د ډکسلب (فرش) د پاتې برخې کانکریټ کولو چارې یې هم ترسره شي.
د نوموړي په وینا؛ هڅې روانې دي څو د ځمکې لاندې سړک او هوايي پله د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې انشاءالله بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ښاریانو او اړوند سکتوري ادارو همکاري د دې زېربنايي پروژې په پلي کېدو کې اغیزمن رول لري.
کابل ښاروالۍ د بدیلو لارو په وسیله د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې د کابل ښار د ترافیکو ریاست له دوامدارې همکارۍ څخه مننه کوي او غوښتنه کوي چې، د پروژې تر بشپړېدو پورې دې په بدیلو لارو د ترافیکي بهیر د لا ښه تنظیم لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه هم د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال د درنو ښاریانو له زغم او مرستې، په ځانګړي ډول له بدیلو لارو څخه د هغوی ګټې اخیستنې له امله مننه کوي.
د بره کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک قیر چارې پیل شوې


