الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له لوري د اوولسمې ناحیې اړوند د بوستان له سړک څخه د تالاشۍ تر سیمې پورې د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې روانې دي.
دا پروژه نږدې ۶ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده. ټاکل شوې ده د دې پروژې چارې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سړک د دې برخې په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي ګڼه ګوڼه به د پام وړ کموالی ومومي.
د یادونې وړ ده چې، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې چارې څه باندې ۹۰ سلنه او د درېیمې برخې ۸۵ سلنه کاري پرمختګ لري. کابل ښاروالۍ هڅه کوي د یادو برخو پاتې چارې هم هرڅه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.