الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نجات څلي څلورلارې د هوايي پله د شیروالونو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د نجات څلي په څلورلارې کې د موټرو د هوايي پله د شاوخوا شیروالونو کانکرېټ چارې روانې دي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر احسان‌الله ناصري وايي: د دې پروژې لپاره د ۸۱ استحکامي پایلونو(ستنو) د جوړولو چارې بشپړې شوې او اوس مهال د هوايي پله شاوخوا د ۳۶۴ مترو په اوږدوالي د شیروالونو کانکرېټ چارې تر لاس لاندې دي.
د نجات څلي هوايي پُل چې، په ۶ لیکو کې ( درې د تګ او درې د راتګ) طرحه شوی دی، په ټولیزه توګه ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۲۸ متره لري چې، په جوړېدو سره به یې د وسایطو د تګ راتګ ظرفیت لوړ شي.
د نوموړي په وینا؛ د پله د تاج لوړوالی شاوخوا اووه متره په پام کې نیول شوی، څو له پله لاندې د وسایطو د خوندي تېرېدو زمینه برابره او ترافیکي بهیر لا ښه تنظیم شي. همدا راز د دې پروژې په چوکاټ کې به دوه دایروي رمپونه یا انټرچینج سیستمونه، چې اوږدوالی یې ۲۵۲ او ۲۳۹ متره او شعاعه یې ۴۸ او ۵۰ متره ده، له اړوند فرعي نښلوونکو سړکونو سره یوځای جوړ شي.
هغه زیاته کړه، د دغو تاسیساتو په جوړېدو سره به د وسایطو له درېدو او له یو بل سره له تداخل پرته، د بېلابېلو ترافیکي محورونو ترمنځ د وسایطو د تګ راتګ زمینه برابره شي.
دغه هوايي پُل چې، د کابل–لوګر د اصلي سړک په اوږدو کې طرحه شوی دی، د نفوس د زیاتوالي، د وسایطو د شمېر د ډېرېدو او د معیاري او عصري ترانسپورتي سیستمونو د پراختیا اړتیا ته په پام سره، د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي.
د نجات څلي څلورلارې د کابل ښار له ګڼه ګوڼې لرونکو څلورلارو څخه ده چې، د کابل–لوګر او کابل–جلال‌اباد دوه مهم ترانسپورتي دهلېزونه له یو بل سره نښلوي. په دې سیمه کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه هره ورځ د وخت د ضایع کېدو، د تېلو د مصرف او ترانسپورتي لګښتونو د زیاتېدو، د چاپېریال د ککړتیا او د ترافیکي شبکې د اغېزمنتیا د کمېدو لامل کېږي.
د پروژې مدیر وايي، د دې پروژې له طرحې وړاندې هراړخیزې ترافیکي څېړنې، د معلوماتو راټولول او تخنیکي څېړنې ترسره شوې دي. د دغو څېړنو د پایلو له مخې، د نجات څلي څلورلارې په اوسني وضعیت کې د اوسني او راتلونکي ترافیکي حجم د مدیریت وړتیا نه لري او د غیرهم‌سطحه څلورلارې جوړول د دې ستونزې د مدیریت لپاره له اغېزمنو لارو څخه بلل شوي دي.
هغه زیاتوي چې، دغه پروژه د کاري پلان له مخې پرمخ روانه ده او ټاکل شوې چې، تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ترافیکي بهیر د ښه والي، د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمښت او د ښاریانو تګ راتګ ته د لا ډېرو آسانتیاوو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.