
د ابنسینا روغتون ته څېرمه څخه تر نجات څلي پورې د باغ قاضي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۲۳۵۰ مترو په اوږدوالی او ۴۵ متره سورلري، د معیاري لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د روښنايي د څراغونو نصبول، او په سړک د کرښو اچول شامل دي.
د دې سړک په بشپړېدو سره به د تګ راتګ آسانتیاوې رامنځته او د ښاریانو لپاره به سوداګریزو، خدماتي او روغتیايي مرکزونو ته د لا ښه لاسرسي زمینه برابره شي.
له بلې خوا د دې پروژې بشپړېدل کولای شي د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت، د وسایطو او پلیو کسانو د تګ راتګ په آسانتیا او د ښاریانو د لاسرسي په ښه کېدو کې اغېزمن رول ولوبوي.
دغه راز د دې سړک په جوړېدو سره به د ترانسپورتي زېربناو پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته هم زمینه برابره شي.
د باغ قاضي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


