الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یولسمې ناحیې په نولسم ګذر کې د فرعي سړکونو کانکرېټ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د یولسمې ناحیې د ۱۹م ګذر اړوند په ۳۱۵ سیمه کې د دوو فرعي سړکونو کانکرېټ چارې پیل شوې.
دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه ۴۷۴ متره اوږدوالی، ۶ او ۷ متره سور لري، د لښتیو په ګډون ډیزاین شوي دي. د مسئولینو په وینا، یاده پروژه به د راتلونکې یوې میاشتې په لړ کې بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي، چاپېریالي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.