الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره کي څلور لارې په پروژه کې د پام وړ پرمختګ، د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې د دوامداره هڅو پایله

د بره‌ کي څلورلارې ترځمکې لاندې سړک لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې دي او هم‌مهاله د هوايي پله د ګاډرونو د نصبولو او کانکرېټ کولو ته د دک‌سلب (د پله فرش) د چمتو کولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د معلوماتو له مخې؛ د ځمکې لاندې سړک د اساسي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، د پروان دو څلورلارې له خوا د بره کي څلورلارې د مرکز په لور د هوايي پله قیر‌چارې پیل شوې دي.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وویل چې، د دهن باغ څلورلارې له لخوا د پروان دو څلورلارې په لور هوايي پُل ۷۰۰ متره اوږدوالی،۲۰ متره سور او ۸ متره لوړوالی لري.
د نوموړي په وینا؛ دغه پُل په ټولیزه توګه ۲۰۹ دانې ګاډرونه لري چې، تر اوسه یې ۱۷۷ نصب شوي او ۳۲ نور یې د چمتو کېدو او نصبولو په حال کې دي. ورته مهال کانکرېټ او قیر کولو ته د پله د پاتې برخو د جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي.
په همدې توګه د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور ترځمکې لاندې سړک ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالي سره جوړ شوې چې، د هغه د داخلي ښکلا او پوښښ چارې به هم وروسته ترسره شي.
د پروژې مسئولین وايي چې، هڅه کېږي څو د بره‌ کي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک او هوايي پله د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې ان‌شاءالله بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.