
د اتمې ناحیې اړوند له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې سړک د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به یې قیر چارې هم ترسره شي.
دغه سړک چې د ۲۵۳۰ مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو په سور سره طرحه شوی، تر اوسه یې شاوخوا یو کیلو متر برخه قیر شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له ټولو کاري پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ستانکزي او بګرامیو سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمې چاپېریالي او ترافیکي ستونزې به هوارې شي.
پاتې دې نه وي چې، یاده پروژه د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، په سړک د کرښو اچولو، د بایسکل چلولو لیکو او څراغونو په ګډون ډیزاین شوې ده.
د بګرامیو- ستانکزي څلورلارې سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


