
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې د ۳۳م ګذر اړوند د قلعه شانان په سیمه کې د ۸۸۴ مترو په اوږدوالي د ۶ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړکونه او کوڅې چې،۳.۵ او ۵ متره سور لري، د لښتیو په ګډون ډیزاین شوې دي او د جوړولو چارې به یې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي.
د سیمې اوسېدونکو له دې پروژې څخه هرکلی کوي او وايي چې، تر دې وړاندې د سړکونو د خربوالي له امله په ځانګړې توګه د ورښتونو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د قلعه شانان سیمې د اوسېدونکو چاپېریالي او ټولنیزې ستونزې هوارې او دوی به ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.
ورته مهال په یاده پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده او تمه کېږي چې، د اقتصادي فعالیتونو په وده کې به هم اغیزمنه تمامه شي.
په قلعه شانان کې د ۶ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې روانې دي


