
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند د پنځم ګذر په حسینخېلو سیمه کې د یوه فرعي سړک او یوې کوڅې د جوړولو چارې پیل شوې.
په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۷۶۷ متره اوږدوالی او له ۴ څحه تر ۶ مترو پورې سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي.
د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او نښلوونکو سړکونو ته به د ښاریانو د لاسرسي په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز د دې پروژې په پلي کېدو سره به یو شمېر هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سربېره، چاپېریالي ککړتیا کمه او د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ترانسپورتي ستونزې به هم هوارې شي.
د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل کېدو څخه هرکلی وکړ او غوښتنه یې کړې چې، د ۲۲مې ناحیې په نورو برخو کې دې هم د پراختیايي پروژو د پلي کېدو لړۍ دوام ومومي.
دیادونې وړ ده چې، دغه پروژه به انشاءالله تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دوه ویشتمه ناحیه کې د فرعي سړک او کوڅې د جوړولو چارې پیل شوې


