د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګراميو ترسړک پورې د نښلوونکي سړک قیرچارې د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره پیل شوې.
دغه سړک چې ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، استنادي دېوالونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجینرانو له خوا د پروژې د پلې کېدو له بهیر څخه په دوامداره توګه څارنې ترسره کېږي څو ټول کاري پړاونه د تخنیکي معیارونو او مهال ویش مطابق ترسره شي.
د دې سړک په بشپړېدو سره به له یوې خوا د احمدشاه بابا مېنې او بګراميو ترمنځ د تګ راتګ په برخه آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به په ملالۍ څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
د احمدشاه بابا مېنې - بګرامیو نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې


