الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د پاتې برخې قیر چارې ترسره شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز د ۱۲۱۷ مترو پاتې برخې قیر چارې ترسره شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر محمد ناصر صمدي په دې اړه وویل: د خیرخانې کوتل سړک درېیمه برخه چې، په ټولیزه توګه ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري، تېره اونۍ یې د ۲۴۳۰ متره برخې درېیمه او وروستی طبقه قیر چارې ترسره شوې او اوس مهال یې د پاتې برخې هم ترسره شوې. د دې پړاو په بشپړېدو سره به له سرای شمالي څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې د سړک د دې برخې قیر چارې ټولې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د یادې پروژې ټولې چارې د تخنیکي او فني معیارونو مطابق پرمخ ځي او هڅه کېږي چې، دغه پروژه هرڅه ژر بشپړه او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې په جوړېدو سره به ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ښاریانو ته به د خوندي او چټک تګ راتګ زمینه برابره شي.