د څوارلسمې ناحیې اړوند د قلعه حیدرخان په سیمه کې له کمپنی پله څخه د ګچ تر فابریکې پورې د کابل–کندهار سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په دوو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې، ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د کابل ښار د سړکونو د شبکې د پراختیا او ښه والي په برخه کې د کابل ښاروالۍ له مهمو زیربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي.
یاد سړک چې د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د یوه مهم اقتصادي دهلیز په توګه د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه بلل کېږي، د روان کال په ترڅ کې به یې شاوخوا درې کیلومتره برخه بشپړه او پاتې برخې به یې راتلونکی کال کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د وسایطو لپاره د منظم او چټک تګ راتګ زمینه برابره او بله خوا به د کابل ښار لوېدیځې برخې له کابل–کندهار لویې لارې سره ونښلول شي.
تمه کېږي چې دغه سړک به د ښار پر سړکونو د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت، د کابل ښاراو د هېواد د لوېدیځو او جنوبي برخو ترمنځ د مسافر وړونکو او ترانزیټي وسایطو د تګ راتګ په آسانتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
د کابل ښار په لوېدیځ کې د کابل–کندهار سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


