الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر کابل–جلال‌آباد سړک پورې د بګرامیو–لته‌بند سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ له خوا د یوویشتمې ناحیې اړوند د کابل–جلال‌آباد تر سړک پورې د بګرامیو–لته‌بند سړک د دویمې برخې د جوړولو بنسټیزې چارې روانې دي.
دغه سړک چې ۲۷۰۶ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، هڅه کېږي چې، د جوړولو چارې یې په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک د کابل ښار په سوېل ختیځه برخه کې د یوه مهم نښلوونکي سړک او اقتصادي دهلیز په توګه، د تګ راتګ د ښه والي، د ترافیکي ستونزو د کمښت او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې طرحه شوې ده، د لښتیو، پليیولارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول، دڅراغونو نصبول او پر سړک د کرښو اچول هم شامل دي.