الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې په قلعه رشید سیمه کې د کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي


د شلمې ناحیې د پنځم ګذر اړوند په قلعه رشید سیمه کې د ۹۵۴ مترو په اوږدوالي او ۴ مترو په سور سره، د ۶ کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي.
یاده پروژه د چاپېریالي ستونزو د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کېږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هواري او دوی به ګڼو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.