الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیوان‌بیګي – مهتاب قلعه په نوي نښلوونکي سړک د کرښو اچولو چارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د دیوان‌بیګي له سیمې څخه تر مهتاب‌قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د کرښو اچولو چارې بشپړې شوې.
په دې لړۍ کې د سړک پر مخ نښلوونکې او جلا کوونکې کرښې، د پلیو تګ کوونکو دهلېزونه او ترافیکي نښې شاملې دي چې، د ښاري ښکلا او نظم ترڅنګ، د ترافیکي بهیر په غوره تنظیم او د دې لارې د کاروونکو د خوندیتوب په لوړولو کې مهم رول لري.
د دیوان‌بیګي او مهتاب‌قلعه ترمنځ نوی نښلوونکی سړک چې، ۱.۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، په اوږدو کې یې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره یو پُل هم جوړ شوی چې، ۲۱.۵ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
دا سړک او پُل چې، د کمپنۍ او برچي سړک د ګڼه ګوڼې په کمښت کې مهم رول لري، ورسره جوخت به له یوې خوا ترافیکي او ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي اوبله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.