د کابل ښاروالۍ له خوا د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په لومړي، څلورم، شپږم او لسم بلاک کې د څلورو تفریحي پارکونو د جوړولو چارې د څه باندې ۴۷ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: د دغو پارکونو د جوړولو چارې به د درې نیمو میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري ډول بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، د لومړي بلاک پارک به د ۷۵۰۰ متره مربع، د څلورم بلاک پارک د ۵۰۰۰ متره مربع، د شپږم بلاک پارک د ۱۰ زره متره مربع او د لسم بلاک پارک به د ۶۰۰۰ متره مربع مساحت په درلودلو سره جوړ شي.
ښاغلي ناصري زیاته کړه چې، په دغو پروژو کې د احاطوي دېوالونو، د ننوتلو او وتلو دروازو، پلیولارو، د اوبو د زېرمواو سیوريځایونو جوړول، د نیالګیو او ګلانو کېنول او د نورو اړینو اسانتیاوو برابرول هم شامل هم دي.
د دغو پارکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته د سالمې تفریح، استراحت او د وزګار وخت د ښه تېرولو زمینه برابره شي او بله خوا به د زرغونو سیمو د پراختیا، د ښاري چاپېریال د ښه والي او د کابل ښار د ښکلا په برخه کې هم اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
د یادولو وړ ده چې،، د هر یوه پارک د جوړولو د پروژې د پلي کېدو پر مهال به شاوخوا ۱۵۰ تنوهېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
په دولسمه ناحیه د څلور تفریحي پارکونو د جوړولو چارې پیل شوې


