
د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې قیر چارې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر تخنیکي څارنو لاندې په چټکۍ سره روانې دي.
دا سړک چې، ۳.۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زېربنايي پروژه شمېرل کېږي. ورته مهال د یاد سړک د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولوچارې هم تر لاس لاندې دي او ټاکل شوې ده چې، دغه پروژه د روان کال په بهیر کې ان شاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په چوکاټ کې د یوه لوی پله او څو پُل ګوټو، د ۷۰۰۰ متر مربع استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، تم ځایونو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د بګرامیو- لته بند سړک په دوو برخو کې جوړېږي چې، د لومړۍ برخې قیر چارې یې تر لاس لاندې دي او د دویمې برخې د جوړولو چارې یې هم روانې دي.
د دغو دوو برخو په جوړېدو سره به له یوې خوا د سړکونو شبکه لا پیاوړې شي او بله خوا به د ښار د ختیځ زون او نورو برخو اوسېدونکو ته د خوندي او چټک تګ راتګ زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د دا ډول زېربنايي پروژو په پلي کولو سره ښاري زېربناوې معیاري او د لارو او سړکونو ظرفیت لوړ کړي.
د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې قیر چارې روانې دي


