
د کابل ښاروالۍ له خوا د نولسمې ناحیې اړوند د څرخي پله د فامیلیو په سیمه کې د شاوخوا ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه ۲.۲۰۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، د جوړولو چارې به یې د کانکریټ په کارولو سره د اتو میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس، انجنیر میرالرحمن ناصري په دې تړاو وویل: په دې پروژه کې د سړکونو د جوړولو سربېره، د لښتیو جوړول هم شامل دي.
د نوموړي په وینا، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران به د پروژې د پلي کېدو بهیر پړاو په پړاو تر فني او تخنیکي څارنې لاندې ونیسي.
دغه راز د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د یادو سړکونو جوړېدل به د تګ راتګ د وضعیت په ښه کېدو، د اوسېدونکو د لاسرسي په آسانتیا، د ترانسپورټي ستونزو په کمښت او د سیمې د اقتصادي پراختیا او ودې لپاره د زمینې په برابرولو کې اغېزناک تمام شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په دې سیمه کې۳ نښلوونکې لارې په معیاري سړکونو بدلې شي، چې ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو او نورو ښاریانو لپاره د اسانه او منظم تګ راتګ زمینه هم برابره شي.
د څرخي پله په فامیلیو کې د ۳ نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې


