الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره‌ کي څلورلارې د هوایي پله د ګاډرونو د نصبولو چارې بشپړې شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست په هڅو د بره‌ کي څلورلارې د هوایي پله د ګاډرونو د نصبولو چارې چې، د دغه لویې پروژې له مهمو پړاوونو څخه دي، بشپړې شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله «الهام» په دې اړه وویل: د دغه پله په جوړښت کې په ټولیزه توګه ۲۰۹ ګاډرونه په پام کې نیول شوي وو چې، د نصبولو چارې یې په بریالیتوب سره بشپړې شوې دي او همهاله کانکرېت او قیر کولو ته د پله د فرش د پاتې برخو د چمتو کولو چارې هم تر لاس لاندې دي.
د بره‌ کي څلورلارې هوایي پُل له دهن‌باغ څلورلارې څخه د پروان دو څلورلارې په لور۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۸ متره لوړوالی لري.
د هوایي پله ترڅنګ د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې پر لور تر ځمکې لاندې سړک هم جوړ شوی دی. دغه سړک۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري، چې په بشپړېدو سره به یې د ښار په دې مهمه برخه کې د موټرو د تګ راتګ ظرفیت لوړ شي.
د پروژې مسئولین وایي چې، د بره‌ کي څلورلارې د هوایي پله او ترځمکې لاندې سړک د جوړولو چارو د بشپړولو په برخه کې جدي هڅې روانې دي څو دغه پروژه د ټولو ودانیزو او تخنیکي پړاوونو له بشپړېدو وروسته، ان‌شاءالله، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.