الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د څلورمې برخې قیر چارې روانې دي


د شلمې ناحیې اړوند له چهل دختران سیمې څخه د کابل- لوګر تر لویې لارې پورې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې قیر چارې د تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي.
د دې پروژې ټول پړاونه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر تخنیکي او فني څارنو لاندې ترسره کېږي څو یې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي.
د ګلباغ سړک څلورمه برخه چې ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، پُل ګوټو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښار په دې مهمه سیمه کې د تګ راتګ آسانتیاوې رامنځته او د وسایطو د تګ راتګ ظرفیت به لوړ شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د یاد سړک د پاتې برخو د بشپړولو لپاره هڅې روانې دي څو دا پروژه هرڅه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.