
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له لوري د کابل ښار د هوايي ډګر څلورلارې د هوايي پله او دایروي رمپونو د جوړولو طرحه له تخنیکي او ترافیکي مطالعاتو او هر اړخیزو ارزونو وروسته وروستۍ شوه.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو رئیس انجنیر فایق احمد تسل وايي چې، د دې پروژې په طرحه کې د ترافیکو شته شمېرې، د سیمې جغرافیایي جوړښت، د عامه ترانسپورټ د منظم سیستم د رامنځته کولو څرنګوالی او د ترانسپورټ اړوند نور لاملونه په پام کې نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ د وروستۍ طرحې له مخې به په یاده څلورلارې کې په بېلابېلو برخو کې یو هوايي پل جوړ شي چې درې د تګ او درې د راتګ لیکې به ولري او په منځنۍ برخه کې به پنځه د تګ او پنځه د راتګ لیکې ولري. دغه راز به څلور دایروي رمپونه هم جوړ شي.
هغه زیاته کړه چې، د دې طرحې په پلي کېدو سره به د هوايي ډګر په څلورلارې کې د موټرو د تګ راتګ ظرفیت لوړ او په یاده سیمه کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کموالی ومومي. همدا راز د دې هوايي پله په جوړېدو سره به ښاریانو ته د خوندي، منظم او باوري تګ راتګ زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو رئیس وویل چې، د کابل ښار د نفوس د پراخېدو او د وسایطو د شمېر ورځ تر بلې زیاتېدو له امله، د عصري او منظم ترانسپورټي سیستم رامنځته کول د ښار له اساسي اړتیاوو څخه دي. له همدې امله، کابل ښاروالۍ د نورو زیربنايي پلانونو ترڅنګ، د ترافیکي ستونزو د کمولو او هواري لپاره هراړخیزې طرحې او لارې چارې په پام کې لري او د ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د هوايي پلونو د جوړولو پلانونه هم تر لاس لاندې دي.
د کابل هوايي ډګر څلورلارې د کابل–جلالاباد د مهمې لارې او د هوايي ډګر د مسیر د تقاطع په سیمه کې موقعیت لري او د کابل ښار له ګڼه ګوڼه لرونکو څلورلارو څخه ګڼل کېږي. په دې سیمه کې سخته ترافیکي ګڼهګوڼه هره ورځ د ښاریانو د وخت د ضایع کېدو، د تېلو د مصرف د زیاتېدو، د چاپېریال د ککړتیا او د ترانسپورټي سیستم د اغیزې د کمېدو لامل کېږي.
کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې د دې څلورلارې د ترافیکو شمېرې او وضعیت راټول او تحلیل کړي دي. د ارزونو پایلې ښيي چې، دغه څلورلارې په اوسني وضعیت او یو-سطحه حالت کې \ ټیټه کچه لري او د اوسني ترافیکي حجم او په راتلونکو کلونو کې د ترانسپورټي اړتیاوو د اټکل شوې ودې ځواب ویونکې نه ده.
د وروستۍ طرحې له مخې؛ د دې پروژې هوايي پُل به ۶۲۰ متره اوږدوالی، ۴۴ متره سور او ۶ متره لوړوالی ولري. همدا راز د دې لپاره څلور دایروي رمپونه د ۲۴۵ او ۲۵۳ مترو په اوږدوالي او د ۵۱ او ۵۴ مترو شعاع په درلودلو سره طرحه شوي دي.
ټاکل شوې چې، د دې پروژې عملي چارې په نږدې راتلونکي کې پیل شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به په یاده څلورلارې کې د وسایطو د تېرېدو ظرفیت لوړ او ورسره جوخت به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د هوايي ډګر څلورلارې د هوايي پله او دایروي رمپونو طرحه وروستۍ شوه


