الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې له درې لارې څخه د سیلو تر سړک پورې د نښلونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې


د پنځمې ناحیې له درې‌لارې څخه د سیلو تر سړک پورې، د قطریانو ښارګوټي په سوېل کې د نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیرچارې بشپړې او ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۴۷۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو او پلیولارو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د یادې پروژې دپلي کېدو ټول پړاوونه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا په دوامداره توګه ترفني او تخنیکي څارنې لاندې ترسره کېږي، څو یې چارې د ټاکل شویو معیارونو مطابق او په لوړ کیفیت ترسره شي.
د دغه سړک په جوړېدو سره به په سیمه کې ترافیکي بهیر په متوازن ډول تنظیم او د سیمې اوسېدونکو ته به په ترانسپورتي برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځټه شي.