الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تایمني په پروژه کې د درېیو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له خوا د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني پروژې د وزیرآباد په سیمه کې د درېیو سړکونو د جوړولو چارې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. دا سړکونه په ټولیزه توګه ۱۶۲۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور ولري.
په دې پروژه کې د وزیر آباد دویم، درېیم، او پنځم سړک شامل دي چې، د تیږو فرش په بڼه به یې د جوړولو چارې د تخنیکي معیارونو مطابق د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي. دغه راز په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن «ناصري»، وویل: د دې پروژې په بشپړېدو سره به خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پروژې له کیفیت څخه به د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره شي.
د څلورمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني او د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل کېدو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې، ښاریانو ته به د منظم، خوندي او چټک تګ راتګ او د اقتصادي ودې لپاره به زمینه برابره شي.