الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل–لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۶۰ سلنه پرمختګ لري


له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې د کابل–لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې۶۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري اوهڅه کېږي څو یې پاتې برخې هم د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې قیر کولو ته چمتو شي.
د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه چې ۷ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، تر اوسه یې په دوو لیکو کې د څه باندې ۵ کیلومتره برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې ترسره شوې دي. ورته مهال ی د یاد سړک د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پُل‌ګوټو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل–لوګر سړک چې، د کابل ښاروالۍ له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې ترافیکي ظرفیت لوړ او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته به زمینه برابره شي.