الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د پلیو تګ کوونکو لپاره درې هوايي پلونه نصب شول


د ښاري نظم د رامنځته کېدو، له ترافیکي پېښو څخه د مخنیوي او پلیو تګ کوونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اوولسمې ناحیې اړوند خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د پلیو تګ کوونکو لپاره درې هوايي پلونه نصب شول.
دا د ښار په بېلابېلو برخو کې د هوايي پلونو د جوړولو پروژې برخه دي چې، د کابل ښاروالۍ له خوا پلې کيږي. د مسئولینو په وینا؛ تر اوسه دغه پروژه ۹۵ سلنه مخته تللې ده او ټاکل شوې ډېر ژر بشپړه شي.
د دې پروژې له پلي کېدو څخه موخه، له ترافیکي پېښو څخه مخنیوی، خوندي تګ راتګ ته د زمینې برابرول او په یاد سړک کې د ګڼه ګوڼې مخنیوی دی.
د سړک دواړو خواوو ته نصب شوي پلونه یو یې ۵۳ متره اوږدوالی،۱.۶ متره سور او ۶.۳۵ متره لوړوالی، دویم پُل یې ۲۷ متره اوږدوالی، ۱.۸ متره سور او ۶.۳۵ متره لوړوالی او درېیم پُل ۲۷ متره اوږدوالی، ۱.۸ متره سور او ۶.۲۰ متره لوړوالی لري.
د یادونې وړ ده چې، دغه پلونه د اوسپنیزو ستنو، کټارو او زینو په لرلو سره په ټولیزه توګه د۱۲ میلیونه، ۴۳۵ زره او ۵۲۰ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.