الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې د درېیو فرعي سړکونو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


د یوولسمې ناحیې اړوند د دویم ګذر په قلعه نجارها سیمه کې د درېیو فرعي سړکونو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د سیمې د اوسېدونکو او مشرانو په حضورکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي احمد قائد په دې اړه وویل: د دغو فرعي سړکونو په جوړېدو سره په ترانسپورتي او چاپېریالي برخه کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره هوارې او معیاري ترانسپورتي زېربناوو ته به لاس رسی ومومي.
د یوولسمې ناحیې رئیس له ښاریانو وغوښتل چې، د نویو جوړو شویو سړکونو په ساتنه کې مرسته وکړي څو له وخت مخکې زیانمن نشي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح‌الله رحیمي وویل چې، دغه پروژه په ټولیزه توګه د ۴۵۰ مترو په اوږدوالي او د ۷ او ۸ مترو په سور سره د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په اساسي توګه پلې شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر ټینګار وکړ چې، د ښار په بېلابېلو سیمو کې به د ښاریانو د اړتیاوو د پوره کولو او د ستونزو هوارولو په موخه، ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.