
له منشي میرغلام سیمې څخه تر کابل– پروان تر سړک پورې د هزاره بغل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې د پلان له مخې انشاءالله د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
په دې پروژه کې چې، ۴ زره او ۴۹ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوالونو او پُل ګوټو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
ورته مهال له ۳۱۵ سیمې څخه تر منشي میرغلام ښارګوټي پورې د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې هم روانې دي.
د دې سړک د دواړو برخو په جوړېدو سره به د خیرخانې کوتل لپاره یوه مهمه بدیله لار رامنځته شي، چې د کابل ښار په شمالي برخو کې د ترافیکي بهیرپه تنظیم، د سفر وخت په کمولو، د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ګڼېګوڼې په کموښتو کې به اغېزمن رول ولوبوي.
همدا راز د دې پروژو په بشپړېدو سره به ترانسپورتي شبکو ته د سیمې د اوسېدونکو لاس رسی آسانه او د کابل په شمالي برخو کې به د اقتصادي فعالیتونو ودې ته زمینه برابره شي.
د هزاره بغل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري


