الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د جوی شیر نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت د اداري ودانۍ له مخې څخه تر ماشین‌خانې پورې د جوی شیر نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو دغه سړک هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
یاد سړک د ښار مرکزي برخو ته د تګ راتګ د آسانتیا او د موټرو لپاره د مناسبې لارې د برابرولو په موخه، د تخنیکي معیارونو له مخې د ۷۸۳ مترو په اوږدوالي او ۳۲ مترو په سور سره جوړېږي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د ۴۰۰۰ متره مکعب استنادي دېوال او ۱.۸۷۶ متره د اوبو شیروال جوړول هم په پام کې نیول شوی دی.
د دې طرحې پر دوام به د صدارت څلورلارې څخه د موټرو هوايي پل له یاد سړک سره ونښلول شي څو د ښار په دې برخه کې یوه مناسبه بدیله لاره رامنځته شي.
د دې سړک او هوايي پله په جوړېدو سره به د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، د قوای مرکز، ده‌ افغانانو، زېر زمینۍ او شاوخوا سیمو ترافیکي بهیر په غوره تنظیم او ووېشل شي.